
ایکنا خبری اژانس دالکفیل نړیوال چینل له قوله راپور راکړ، د شعبانیه اخترونو دجشن دستورې چې تر درو ورځو پورې به دوام ولري ، د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د سپيڅلي حرم د باب قبلې په لور په انګڼ کې د عباسی مقدس آستان د عمومی منشي او ددغه آستان د یو شمیر مسئولانو او زیات شمیر زیارتوالو په شتون سره ترسره پیل شوي دي .
دغه دستورې د عراق د یوه غوره قاری عمار الحلي په وسیله دقرآن کریم د څو آيتونو په قرائت سره پيل شوې او وروسته د عباسی مقدس آستان ددیني چارو د برخې مشر ششیخ صلاح الکربلائی هم وینا وکړه .
هغه اسلامی امت ته د شعبانیه اخترونو په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره ووئيل ، حضرت امام حسین علیه السلام د خداوند متعال د کلام او ناطق قرآن په معنا دی . نو ځکه په انسان لازمه ده دخپل توان په اندازه د حضرت امام حسین علیه السلام له شخصیّت سره د آشنائۍ لپاره هڅه وکړي، څو د قیامت په ورځ د هغه بزرګوار له شفاعته ګټه پورته کړي .
ددغو اخترونو په دوام کې نن دوهمه شپه هم دغه جشن په همدغه انګڼ کې ترسره کیږي او دغه ډول به مداحان د اهل بیت علیهم السلام د سیرت او عظمت په باب خپل نظرونه او ویناوې وکړي .
د ایکنا خبری اژانس درست کارکونکي په دې اړه تاسو ټولو مینه والو ته مبارکي وائي .



https://iqna.ir/fa/news/4040991